برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۶ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ښايي نهه سوه زره رایې باطلې اعلان کړل شي

آریانانیوز: د ټاکنو کمېسیون کمېشنر «مولانا محمد عبدالله» وایي، د اساسي قانون د تطبیق له مخې ښایي ۹ سوه زره رایې باطلې اعلان کړل شي
عبدالله په همدې تړاو په خپله فسبوک پاڼه لیکلي « د ټاکنو د نافذه قوانینو او لایحو په بنسټ ښايي، له ۷۷۰۰۰۰-۹۰۰۰۰۰ پورې رایې بې باوره رایې وګڼل شي، د ټاکنو کمېسیون تر ټاکنو دوه ورځې وروسته اعلان کړی وو، چې ۲۶۹۵۸۹۰ رایې راټولې شوې؛ خو د بایومټریک قوانیو له طی کولو وروسته دا شمېره د ۱۷۹۱۷۰۳ او ۱۹۲۹۳۳۳ تر منځ ده او په پورته یادو شویو شمېرو کې ۱۳۷۶۳۰ رایې تر تصفیې لاندې دي»
د عبدالله په خبره، د ولایتي کمېسیونونو هغه مسئولین چې د تقلب او فساد راپورونه یې نه دي ورکړي، لویې څارنوالۍ او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل کېږي
د کابل حکومت ولسمشریزې ټاکنې، چې د تلې د میاشتې په ۶ نېټه ترسره شوې، د خپل ډول تر ټولو پیکه او له ستونزو سره مل ټاکنې وي، چې د پایلو په اساس یې، د حکومت جوړولو ته تر ډېره خوشبیني نه لیدل کېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي