برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۶ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ډونالد ټرمپ – له افغانستانه خپل عسکر باسو

آریانانیوز: دآمریکااولسمشرټرامپ د سي بي اېس ټلوېزیون له "فېس دِ نېشن" پروګرام سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې په استخباراتي چارو ډېره اتکا کولای شي.


نوموړی وايي:
“موږ باید له دې نه‌ختمېدونکو جګړو راووځو او اوس خپل عسکر کور ته راولو، خو دا په دې معنی نه‌ده چې موږ به څار نه‌لرو. له استخباراتي لارو به موږ خپل نظارت کوو او ډېر نږدې نظارت به‌لرو.”
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ داسې وخت له افغانستانه د عسکرو په ایستلو ټینګار وکړ چې د ده افغان سیال اشرف غني په یوه لیک کې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د پاتې کېدو په اړه ځيني وړاندیزونه ورته کړي.
په‌دې لیک کې چې جزئیات‌یې تېره اوونۍ نیویارک ټایمز خپاره کړي وو، په افغانستان کې د یوه اغېزمن شمېر امریکايي عسکرو د پاتې کېدو او د لګښتونو د راکمولو وړاندیزونه شوي.
اوس وخت شااوخوا ۱۴ زره امریکایي عسکر په افغانستان کې دېره دي.
ټرمپ د تېرې اوونۍ په پنجشنبې ورځ هم په واشنګټن کې د متحده ایالاتونو د صنعتي سکټور استازو ته په وینا کې له افغانستانه د عسکرو په را ایستلو خبرې وکړې.
هغه وویل، د افغانستان د سولې خبرې ښې روانې دي او که موافقه وشي، نو موږ به خپل خلک کور ته راولو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي