برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۸ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

څلور زره نورو امریکایي عسکرو د ایستلو پلان

آریانانیوز: دیورپوټ له د امریکا مشهورې تلویزوني شبکې «سي اېن اېن» د دوو امریکایي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې د ټرمپ اداره له افغانستانه د څلور زره نورو امریکایي عسکرو په ایستلو غور کوي او په دې برخه کې يې پلان په وروستي کېدو دی.
په داسې حال کې چې له طالبانو سره د شوي توافق له مخې له افغانستانه ۳۴۰۰ امریکایي عسکر وتلي او ۸۶۰۰ پاتې شوي، د تازه ۴۰۰۰ عسکرو په ایستلو سره به په افغانستان کې د شته امریکایي عسکرو شمېر ۴۶۰۰ ته را کښته شي، چې پر افغانستان باندې د امریکا له یرغل را وروسته په افغانستان کې د امریکايي عسکرو تر ټولو کم شمېر ښيي.
د راپور په حواله، دغه پلان تر دې دمه وروستی شوی نه دی، او د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر «مارک ایسپر» یې په اړه تېره اوونۍ د ناټو سازمان له عمومي منشي «ینس سټولټبنرګ» سره په بروکسل کې غږېدلی.
په ورته وخت کې د ناټو عمومي منشي تېره ورځ ویلي، چې دوی په افغانستان کې خپلې ژمنې پوره کوي، او له سولې پروسې د ملاتړ په موخه په دې هیواد کې د خپلو ځواکونو شمېر تعدیلوي.
د ینس په خبره، دا کار له متحدینو سره د نږدې همکاریو او مشورو له لارې کوي.
بل لور ته د امریکا د دفاع وزارت «پنټاګان» ویلي، چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو کچه د ۸۰۰۰ په منځ کې پاتې ده او له دې نور کمېدل د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې توافقنامې په تطبیق او د امنیتي چاپيریال وضعیت ته په کتو مشروط دي.
یاده دې وي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې توافقنامې په اساس باید امریکایي ځواکونه د راتلونکې جولای میاشتې تر نیمایي پورې د خپلو ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راورسوي او په څوارلس میاشتو کې دننه باید ټول بهرني عسکر له افغانستانه ووځي.
څه موده وړاندې د اسیا په لویديځ کې د امریکایي عسکرو د عمومي قوماندانۍ «سنټکام» مشر جنرال «فرنک مکنزي» ویلي و، چې امریکا یاد شمېر پوره کړی او د عسکرو شمېر یې ۸۶۰۰ ته رارسولی.
مک کنزي ددې تر څنګ څرګنده کړې وه، چې که شرایط برابر شي، امریکا تیاره ده په افغانستان کې د خپل نظامي حضور کچه صفر ته راټيته کړي.
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو راپورونه داسې مهال دي، چې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د بهرنیو ځواکونو چټک وتلو ته اندېښمن دی او دا کار د افغانستان او امریکا په زیان بولي.
نوموړي دوه ورځې وړاندې په یوه مرکه کې ادعا کړې وه، چې د امریکايي عسکرو چټک وتل به تر افغانستان امریکا ډېره تاواني کړي.

شریک یي کړئ!