برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۸ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په کی افغانستان جنګ دلویدیځ او د امریکا دګټو په لړ

دیوراپورله مخی دپاکستان په بلوچستان صوبې کښې دپیپلز ګوند (People's Party)عمومی منشی بسم الله خان کاککړ دافغانستان جنګ د لویدیځو هیوادونو د ګټو د ساتنې او تامینولو په لړ کښې وباله.



هغه په افغانستان کښې اولس(۱۷) کلن جنګ د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا دامریکا لخوا د دغه هیواد دخلکو لپاره سوکه سوګه مرګ وباله او زیاته یې کړه له دغه حالته د وتلو یوازنۍ لاره له هیواد خخه دبهرنیو عسکرو د وتلو لپاره د خلکو اتحاد دی .
دپاکستان دغه سیاستوال له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه په ۲۰۰۱ میلادی کال کښې په افغانستان د امریکا لښکر لیږد په سیمه کښې داستعمار نوی سیاست وباله .
د پاکستان په بلوچستان صوبې کښې د پیپلز ګوند عمومی منشی بسم الله خان کاکړ دافغانستان په خلکو غږ وکړ په امریکا باور ونکړی او په هوښیارۍ سره په هیواد کښې د پردیو هیوادونو دسیسې شنډې کړی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي