برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۴ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په کرونا ویروس ددوه بهرینی ديپلوماتنو پېښې ثبت

آریانانیوز: درسنیوله مخی عامې روغتيا وزارت په هېواد کې پر کرونا ويروس د تازه لس پېښو خبر ورکوي چې په دې سره ټوله شمیره ۳۴ تنو ته پورته شوه
د عامې روغتيا وزير فيروز الدين فيروز د يکشنبې په ورځ په کابل کې د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې له ۹۷ شکمنو پېښو څخه يې ۱۰ مثبتې ثابتې شوي دي
د ښاغلي فيروز په وينا، په يادو لسو اخته کسانو کې دوه بهرني دپلوماتان هم شامل دي، ددې سربېره د ولسې جرګې دوه غړي هم د شکمنو کسانو په ليست کې دي
د يادو لسو پېښو څخه يې ۳ په هرات، ۲ په زابل، ۲ دپلوماتان په کابل او يوه يوه يې په بلخ، غزني او قندهار کې ثبتې شوي دي
بايد وويل شي چې په تېرو څلورو ورځو کې دا لومړی وار دی چې د عامې روغتيا وزارت هېواد کې د کرونا وبا پېښو خبر ورکوي
په نړۍ کې له کرونا وبا څخه تر دې دمه ۱۳۰۶۹ تنه وژل شوي چې ډير يې په ايټاليا کې دي، چې په تېرو څلورويشت ساعتونو کې نږدې ۸۰۰ ناروغان وژل شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي