برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۲ دی , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

په کابل کې ښځو پر دیوالونو د عدالت غوښتنې شعارونه لیکل

آریانانیوز: په کابل کې یو شمېر ښځینه فعالانو پر دیوالونو د عدالت غوښتنې شعارونه لیکلي او ټینګار کوي چې په هره ممکنه لاره به خپلې مدني غوښتنې پورته کړي.


دغو ښځو د شپې له تیارې څخه په استفادې خپلې غوښتنې د کابل پر دیوالونو لیکلې او له خلکو یې غوښتي چې په هره ممکنه لاره خپل غږ پورته کړي.

د دوی په وینا، ښاریان کولای شي، چې د ښارونو او ولایتونو پر دیوالونو د رنګونو، سپرې، قلمونو، توشان، سکاره او نورو وسیلو په مرسته خپلې غوښتنې مطرح کړي.

د دوی په وینا طالبان اوس په ښکاره افغان ولس په ځانګړې توګه ښځې له خپلو حقونو بې برخې کوي، نو د عدالت غوښتنې بهیر باید ګړندی شي.

په دې وروستیو کې په کابل کې د ښځو اعتراضونه د طالبانو له خوا وځپل شول، خو ښځینه فعالانو په پوښل شویو ځایونو کې د عدالت غوښتنې ته دوام ورکړی دی.

دوی غواړي په هېواد کې د نجونو او ښځو د تعلیم، زده کړې او کار حقونه ترلاسه کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي