برخه -څانګه : afghanistan, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۴ اسفند , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

په کابل کې د ښځو کتابتون وتړل شو

آریانانیوز: په کابل کې د ښځو د کتابتون مسوولین وايي چې دغه کتابتون تړل شوی دی.


د ښځو د کتابتون يوې مسوولې جوليا پارسي د وږي په ٢٢مه، رسنيو ته وويل: دغه کتابتون د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې د لګول شويو بنديزونو او اقتصادي ستونزو له امله تړل شوى دى.

د مېرمن پارسي د معلوماتو له مخې، د ښځو کتابتون شپږ مياشتې وړاندې د کابل په سرخ پل سيمه کې د ښځو په منځ کې د لوستلو د فرهنګ د ودې او د پوهاوي د کچې د لوړولو په هدف جوړ شو.

د جولیا پارسي په وینا، د دغه کتابتون د فعالیت پر مهال طالبانو لږ تر لږه دوه ځلې د ښځو پر کتابتون برید وکړ او هغه یې وتړله.

ویل کېږي چې په کابل کې د ښځو کتابتون د یو شمېر مېرمنو په مالي لګښت جوړ شوی دی.

طالبانو په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته پر ښځو پراخ بندیزونه ولګول.

 

شریک یي کړئ!