برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۴ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په کابل کې د پاکستان، چین او افغانستان درې اړخیزه غونډه پيل شوه

آریانانیوز: د افغانستان، پاکستان او چد افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزه غونډه نن په کابل کې پيل شوه چې د متقابل باور جوړونې، سولې، پراختیايي همکاریو، سیمه ییزې نښلونې او له تروریزم سره د مبارزې په څېر موضوعاتو باندې بحث وشي.


د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې ویلي چې د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د دویم دور په دغو خبرو اترو کې به یو هوکړه لیک هم لاسلیک شي.

تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې د ۸ صبح ورځپاڼې ته ویلي وو چې په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د چین او پاکستان پلاوي ګډون کوي او د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د امنیتي او سرحدي همکاریو یو تړون به هم په ارګ کې د ولسمشر غني په حضور کې لاسلیک شي.
د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخيزه غونډه تېر کال د چين په بیجینگ ښار کې ترسره شوه؛ په یاده غونډه کې د افغانستان، پاکستان او چین بهرنیو چارو وزیرانو هڅه وکړه څو د کابل او اسلام اباد ترمنځ اختلافات کم شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي