برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۵ تیر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

په کابل کې د طالبانو د وروستۍ غونډې په تړاو د پخواني ولسمشر نظر

پخواني ولسمشر حامد کرزي له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې د لویې جرګې په تالار کې وروستۍ غونډه د طالبانو داخلي ناسته وه.


د هغه په ​​وينا، په دې غونډه کې ډېرى برخه وال طالب چارواکي وو او لږو نورو هم برخه اخيستې وه.

هغه زیاته کړه، دا د طالبانو د علماوو غونډه وه، نه لویه جرګه، چې د ټولنې د بېلابېلو ډلو استازي پکې ګډون کوي ​​او د مهمو مسایلو په اړه پرېکړه کوي.

ښاغلي کرزي د خپلو خبرو په یوه برخه کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د تېښتې پایلو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د هغه تېښته د حکومت د سقوط لامل شوه.

د کرزي په وینا هغه په کلکه باور درلود، چې محمد اشرف غني باید له هېواده نه وای وتلی. ځکه د هغه تېښته د دولت، ملي اردو، پولیسو او بنسټونو د سقوط لامل شوه.

د هغه په ​​وينا، د اشرف غني د تېښتې په پايله کې زرګونه لوستي او ميليونونه افغانان له هېواده ووتل او بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شول.

همدارنګه د پخواني ولسمشر تېښتې نورو حکومتونو ته د دې زمینه برابره کړه چې څنګه یې غوښتل عمل وکړي او افغانستان د بهرنیو اسعارو زیرمې له لاسه ورکړي.

حامد کرزی وايي، نه غواړي چې یو ځل بیا واک ته ورشي. ځکه چې هغه څوارلس کاله د ولسمشر په توګه خپله دنده ترسره کړې ده.

هغه زياته کړه، چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې يې واک منتخب ولسمشر ته سپارلى او نه غواړي په هېڅ صورت بيا واک ته ورسېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي