برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۳ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په کابل کی د دولتي پوهنتونونود استادانو لاریون

آریانانیوز: په کابل کې د دولتي پوهنتونونو استادانو د کاري اعتصاب په دوام لاريون وکړ او د اعتراض په توګه يې د لنډ وخت لپاره د کابل پوهنتون مخې ته غځېدلى سړک د ترافيکو پر مخ وتاړه.



د افغانستان دولتي پوهنتونونو اتحاديه وايي، تر هغه به خپلو اعتراضونو او کاري اعتصاب ته دوام ورکړي چې د استادانو تنخواګانې او امتيازات له قانون سره سم اجرا شي.

لاريون کوونکو د کابل پوهنتون مخې ته لاريون وکړ او له ځان سره په لېږدوونکو شعارونو کې يې د لوړو زده کړو قانون د ٣٥مې مادې د پلي کېدو غوښتنه کوله.
په ياده ماده کې راغلي: “د لوړو زده کړو موسسې د علمي کادر د غړو معاش، په جلا مقرره کې تنظيمېږي.”
خو لاريون کوونکي وايي چې تر اوسه په دې اړه کومه مقرره نه ده جوړه شوې او له ۱۳۹۴ کال راهيسې د پوهنتون د استادانو تنخواګانې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د فرمان له مخې د ولسمشرۍ له “خيراتي کود ۰۹۲” څخه اجرا کېږي.
د افغانستان پوهنتونونو د استادانو ټولنې فرهنګي مسوول عارف بهرام د لاريون پر مهال وويل چې استادانو د افغانستان په ټولو دولتي پوهنتونونو کې کاري اعتصاب کړی.
د لغمان پوهنتون د استادانو ټولنې مشر شاه محمود کډوال په ننني لاريون کې وويل: “موږ د معاش زياتوالى نه غواړو، خو تر اوسه معاشونه په غير قانوني ډول اخلو، موږ غواړو دغه امتيازات قانوني شی.”
د معلوماتو له مخې، په پنجشېر، بغلان، ننګرهار او کندهار ولايتونو کې هم د دولتي پوهنتونونو استادانو کاري اعتصاب کړى، خو د بلخ پوهنتون يوه سرچينه وايي چې په دغه پوهنتون کې تر اوسه اعتصاب نه دى شوى.
د لوړو زده کړو وزارت وياند فيصل امين پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پوهنتونونو د استادانو د يادې غوښتنې په اړه له ماليې وزارت سره د دغه وزارت خبرې روانې دي او د راتلونکې اوونۍ تر پايه به يې پايله څرګنده شي.
دى وايي: “موږ د استادانو د اعتصاب او لاريون په اړه کوم انتقادي نظر نه لرو، خو له ټولو استادانو غواړو چې د محصلينو درسونه ونه ځنډوي او تر هغه له زغم او حوصلې کار واخلي چې د لوړو زده کړو وزارت د ماليې له وزارت سره توافق ته رسېږي او کوم تزييد او موضوعات چې په مقرره کې راغلي؛ يعنې په معاشونو کې ډېروالی؛ تاييد او نهايي شي.”

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي