برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۷ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په کابل کی د حنیف اتمر سکرتر یی وویشتل

آریانانیوز: ناپيژاندو وسله والو په کابل ښار کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر سکرتر مطیع الله عبدالرحمیزی ویشتلی دی
د حنیف اتمر مطبوعاتي دفتر په دې اړه رسنیو ته ویلي، تیره شپه ناوخته د کابل ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې ناپيژاندو وسله والو پر مطیع الله عبدالرحیمزي ډزې کړي او هغه یې سخت ټپي کړی دی
د سرچینې په خبره د عبدالرحیمزي جراحي عملیات شوي او دا مهال یې درملنه روانه ده
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر پر ښاغلي عبدالرحمیزي برید غندلی او د هغه په ټپي کېدو یې خفګان ښکاره کړی دی
تراوسه دا څرګنده نه ده چې پر مطیع الله عبدالرحیمزي وسله وال برید چا ترسره کړی او نه هم تراوسه کومې وسله والې ډلې ددې برید مسئولیت په غاړه منلی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي