برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۵ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په کابل وسله والو قوماندان علي پور ونیول شو

آریانانیوز: پولیسو او د ملي امنیت ځواکونو نن له غرمې مخکې په کابل کې د نامسوولو وسله والو قوماندان علي پور نیولی دی.


د کابل د پولیسو د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندان لوی پاسوال سید محمد روشندل پژواک خبري اژانس ته وویل، قوماندان علي پور پرون له غرمې مخکې ۱۱ بجې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د پولیسو او ملي امنیت ګډو ځواکونو له خوا ونیول شو.
نوموړي زیاته کړه، علي پور د لویې څارنوالۍ په حکم نیول شوی دی.
نوموړي د علي پور د نیول کېدو د لامل په تړاو معلومات ورنه کړل خو ویې ویل، که جرم ونه لري په عزت سره خوشی کېږي، خو که جرم ولري نو د هېواد د نافذه قوانینو له مخې به مجازات شي.
ځینې سرچینې علي پور د افغانستان په مرکزي سیمو کې د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان بولي خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي مخکې ویلي وو: ((علي پور د میدان وردګو، بامیانو، غوربند او غور ولایتونو پر لویو لارو نامسوول وسله وال لري او کله ناکله د همدې کسانو په وسیله له خلکو ناقانونه پیسې اخلي او ځوروي یې.))
د سیمې یوه اوسېدونکي او دوکاندار وویل، علي پور نن له غرمې مخکې د کابل د قلعه قاضي د سیداباد د موټرو په تم ځای کې له یوه لیني موټر څخه تر ښکته کېدو وروسته د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو.
سرچینې زیاته کړه: ((له موټر نه د ښکته کېدو پر مهال د دغه موټر په تعقیب دوه شخصي کرولا موټر راځي او داسې کسان چې شخصي جامې یې پر تن وې، له کوچنیو لنډو ټوپکونو او تومانچو سره فلاینکوچ موټر محاصره کوي او ناڅاپه علي پور نیسي، سر یې پر دستمال ور تړي او موټر ته یې پورته کوي او بېرته حرکت کوي.))
دغه عیني شاهد زیاته کړه: ((د علي پور کوچنۍ غبرګون هغه مهال څرګند شو چې وسله والو یې سر تاړه. نوموړي له خپل سر څخه دسمال لرې کړ او په لوړ غږ یې چیغې وهلې «او خلکو مه پرېږدئ، زه قوماندان علي پور یم»، خو وسله وال دوکاندارانو ته د نږدې کېدو چانس نه ورکوي.))
د راپورونو له مخې، د روان کال د تلې په څوارلسمه افغان پولیسو او کومانډویانو په غور ولایت کې د ولسي جرګې د یوه نوماند په کور کې د مېلمستیا پر مهال د قوماندان علي پور د نیولو هڅه وکړه، خو دغه عملیات د علي پور او د نوموړي د پلویانو له مقاومت سره مخ شول چې له امله یې څلور پولیس او اووه ملکي وګړي ووژل شول.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي