برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۳ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې پر ګرځېدو بندیز لګول

آریانانیوز: په داسې حال کې چې د عامې روغتیا وزارت له خلکو غوښتنه کوي چې د کرونا ویروس خپرېدا مخنیوي په موخه دې په کورنو کې پاتې شي، خو داسې ښکاري چې خلک دې خبرداریو ته پام نه کوي
هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدا له کبله حکومت په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې پر ګرځېدو بندیز ولګولو
خو لا هم ښار کې ګڼه ګونه ده، د کابل اوسېدونکی، محمد صمیم په دې اړه وايي:«یوه ستونزه فقر ده او خلک د بې وزلۍ له کبله بهر ته وځي او اړ دي چې یوه مړۍ ډوډۍ ترلاسه کړي
د کابل بل اوسېدونکی، سمیر احمد زیاتوي:«ډېر خلک د مجبورۍ له کبله بهر ته وځي، له ځینو چې پوښتنه کوې وايي چې د خوړلو لپاره څه نلرو او اړ یوو چې کار وکړو نو ځکه د غریبۍ له کبله بهر ته وځو څو یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي
د کابل اوسېدونکي وايي چې د خپلو ماشومانو لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په موخه بهر راوځي
د کابل اوسېدونکی، هارون زیاتوي:«مجبوري ده، سخته ده، څه نلرو، د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره راوځو، د هغو کسانو چې ژوند ښه دی په کور کې دي
د کابل اوسېدونکي له حکومته غوښته کوي چې له اړو کورنیو سره مرسته وکړي
د کابل اوسېدونکې، روزینا زیاتوي:«له حکومته دا غوښتنه لرم چې له غریبو او کونډو سره مرسته وکړي
دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکړی دا چې هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې مخ په زیاتېدو دي او د مخنیوي یوازېنۍ لار یې کور کې پاتې کېدل او د روغتیايي لارښوونو عملي کول دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي