برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه‌شنبه, 27 نوامبر , 2018 لنډ لینک :

په پلازمنی کابل کې د یوې چاودنې څخه مخنوی

آریانانیوز: د کابل امنیه قومانداني وایي د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د یوې چاودنې مخه نیولې ده.


د امنیه قومانداني له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د هاوان یو مرمی چې د موبایل ټیلیفون په وسیله عیار شوی و، مخکې له چاودنې د امنیتي ځواکونو له خوا کشف او خنثی کړای شو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دا ماین د عبدالحق څلور لاې په مربوطاتو کې د پولیسو یوې پوستې ته څېرمه ځای پر ځای شوی و.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې تېره اوونی په پلازمېنه کابل ښار کې یوه ځانمرګي بریدګر د عالمانو یوه غونډه په نښه کړه، چې له امله یې تر ۵۰ زیات کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است

نوی خبرونه