برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۹ خرداد , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د نیولو نوې څپه پیل شوه

آریانانیوز: پاکستاني رسنیو په اسلام اباد کې د یو شمېر افغان کډوالو په حواله اعلان کړی، چې پولیسو یو ځل بیا د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو نیول پیل کړي دي.


په پاکستان کې ځايي سرچينو په دغه هېواد کې د افغان مهاجرينو د نيولو د يوې نوې څپې د پيل خبر ورکړی دی.

ځینو دغو پناه غوښتونکو ویلي، چې پولیسو حتی له اکبر نیازي روغتون څخه یو شمېر افغانان هم نیولي دي.

دا هم ویل شوي چې پاکستاني پولیسو د تېر په څېر یو شمېر کسان د استوګنې له اسنادو او ویزو سره بندیان کړي دي.

ويل کېږي چې د پېښور پوليسو په دغه ښار کې د افغان کډوالو د نيولو لړۍ ګړندۍ کړې ده.
د طالبانو ویاند د پاکستاني پولیسو د کړنو په غبرګون کې ویلي چې دا ډول ستونزې شته او کابل هڅه کوي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې هوارې کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي