برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲ مهر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

په ټول افغانستان کې مظاهرې؛ د بامیانو محصلین: د هزاره خلکو نسل وژنه ودروئ

آریانانیوز: د کابل په لوېديځ کې د کاج پر تعلیمي مرکز له خونړي تروريستي بريد وروسته چې په کې زياتره هزاره نجونې زده کوونکي ووژل شول، په نورو ښارونو کې هم د افغانستان د افغانانو د اعتراض غږ پورته شو.


مظاهره چیانو د هزاره وګرو د نسل وژنې د مخنیوي او له طالبانو څخه یې چې د افغانانو د امنیت د تامین اصلي مسؤل دی، د حساب ورکولو غوښتنه وکړه.

د بامیان پوهنتون ښځینه محصلینو په یوه لاریون سره په افغانستان کې د هزاره خلکو د نسل وژنې د پای ته رسولو غوښتونکي شول.

دغه زده کوونکي د يوې قطعنامې په صادرولو سره وايي، چې د کاج لېسې د زده کوونکو ډله ييزه وژنه د هزاره قوم د نسل وژنې ښکاره بېلګه ده.

په همدې حال کې د بامیان په ښار کې هم د دغه احتجاجي حرکت په څیر په هرات ښار کې هم د دغه ښار د پوهنتون محصلینو په ځانګړې توګه نجونو د کابل په کاج تعلیمي مرکز کې د هزاره محصلینو د قتل عام پر ضد مظاهره وکړه.

طالبانو تېره ورځ د کابل په لوېدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز د تروریستي برید د غندلو په موخه د ښځو مظاهره وځپله.

دغه راز پرون د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون محصلينو هم لاريون وکړ.

طالبانو د کابل ښار په لوېدیځ او په ځانګړې توګه دشت برچي په سیمه کې پوستې تقویه کړي او د دې سیمو له اوسېدونکو سره د وحشت په ایجادولو سره چلند کوي.

شریک یي کړئ!