برخه -څانګه : afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۱ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په يو وسله وال بريد کې د اربکيانو يو قومندان وژل شو

آریانانیوز: د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي وايي چې د عبدالودود په نامه ددې ولايت د پنجوايي ولسوالۍ د اربکيانو يو تن قومندان ددې ولسوالۍ په يخ څاه سيمه کې په وسله وال بريد کې وژل شوی دی.



عزيزي وايي چې قومندان عبدالودود تير ماښام خپل موټر کې کورته په لاره و چې بريد پرې وشو او وژل شوی دی او بريدګر له سيمې څخه په تېښته بريالي شوي دي.
د يادونې وړ ده چې د اربکيانو ياد قومندان له ډېرې مودې راهيسې په دې سيمه کې د طالبانو په وړاندې جګړه کوله او د سيمې ډېری عام وګړي به يې د طالبانو په نامه نيول او شکنجه کول به يې.

شریک یي کړئ!