برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱ مرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په وان اوبو کې د ډوب شویو ۲۴ افغانانو مړي رایستل

آریانانیوز: درسنیو راپورله مخی په ترکیه کې د افغانستان سفارت وایي چې د دغه هېواد په ختیځ وان سیند کې د ډوب شویو کډوالو له ډلې ۲۴ یې افغانان دي چې نن له اوبو رایستل شوي دي
په ترکیه کې د افغان سفارت شارژدافیر حبیب احمد خنجاني ویلي چې د قربانیانو په ډله کې ماشومان هم شامل دي
د افغان رسنیو د خپاره شویو راپورونو سره سم تر اوسه د ډوبې شوې کښتۍ د سپرو له ډلې د ۵۸ کسانو مړي له اوبو را ایستل شوي دي
تر اوسه روښانه نه ده چې په یاده کښتۍ کې څو تنه سپاره وو. ترکي چارواکي وایي چې سیمې ته یې مرستندویان لېږلي او د ژغورنې عملیات دوام لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي