برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۳ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په هیواد کی د کرونا ویروس مخ په چټکتیا ده

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د عامې روغتیا وزارت نن په هیواد کې د ۵۶ تازه پيښو د ثبتیدو خبر ورکړی دی
دا شمیر په ۲۴ ساعتونو کې تر ټولو زیاتې پيښې دي چې ثبت شوي دي
عامې روغتیا وزارت نن اعلان وکړ چې په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې په هرات کې ۲۷ مثبتې پيښې، په کابل ۱۲ پيښې، په بلخ کې ۵ پيښې او په ننګرهار کې ۲ پيښې ثبت شوي دي
په دې سره د کرونا ویروس د ناروغانو شمیر ۴۲۳ تنو ته ورسید
دا په داسې حال کې دي چې کابل او هرات ولایتونه له څو اونیو راهیسې قرنطین شوي او د خلکو پر تګ راتګ بندیز لګول شوی دی
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه ۱۸ تنه د کرونا له ناروغۍ روغ وتلي او ۱۱ تنه نور ترې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی
پرون په کابل کې لومړنی افغان روغتیاپال پر دغې ناروغۍ تر ککړ کیدو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ.

شریک یي کړئ!