برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په هیوادکی د کورونا مثبتې پېښې تر لس نیمو زرو نه زیات

آریانانیوز: درسنیوپ راپورد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس۵۸۴ مثبتې پېښې ثبت کړې دي.
د دغه وزارت ویاند وحید مایار وایی چې په دې سره په ټول هېواد کې د کورونا مثبتې پېښې ۱۰۵۸۲ ته لوړې شوې دي.
د وحید مایار په خبره تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر ټولو زیاتې ۳۲۴ مثبتې پېښې په کابل کې ثبت شوي او هرات له ۱۰۰ پېښو سره ورپسې دویم خطرناک ولایت دی.
د مایار په خبره تېرو ۲۴ ساعتونو کې له دغه ویروس څخه ۲ هېوادوالو مړینه تایید شوې او ۳۵ نور روغ شوي دي.
په دې سره هېواد کې د کورونا د مړو شمېر ۲۱۸ او د روغو شویو کسانو شمېر ۱۰۷۵ تنو ته رسېدلی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي