برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۹ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په هوايي برید کی پنځو تنو ولسي وګړو ووژل شول

آریانانیوز: دیوراپرپه له مخی د لوګر ولایت اوسېدونکي وايي په یوه هوايي برید کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



هغوی وايي چې تېره شپه د پل علم ښار په کمال خېلو سیمه کې د ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې د طالبانو د وژل کېدو ترڅنګ پنځه تنه ولسي وګړي هم وژل شوي او د ولسي وګړو په ګډون چې په کې ماشومان هم شامل دي
په لوګر کې د ملي پوځ یو قومندان ډګروال عبدالمتین وايي چې دغه هوايي برید د طالبانو یوه غونډه په نښه کړه چې په هغه کې ۲۵ طالب جنیګالي د هغوی د مهمو قومندانان په ګډون، وژل شوي او ۱۱ تنه نور یې ټپیان دي.
هغه مُلکیانو ته د مرګ ژوبلې رسېدل ردوي او وايي چې شونې ده د طالبانو په غونډه کې ځينې ولسي وګړو هم حضور لرلی وي.
خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې د لوګر په کمال خېلو سیمه کې د طالبانو د مشهور قومندان نعمت‎الله په ګډون ۲۲ طالبان وژل شوي دي.
په ورته وخت کې د لوګر د ولایتي شورا یو غړی ناصر غیرت وايي چې دا عملیات پر هغو طالبانو شوی چې په یوه جومات کې سره راغونډ شوي وو. خو حکومت دا ادعا ردوي.
بلخوا طالبان ادعا لري چې د دغو عملیاتو په لړ کې ۲۴ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپيان دي، هغه ادعا چې حکومت هغه بې بنسټه ګڼي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو میاشتو کې په جګړو او ترهګریزو پېښو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي