آریانانیوز: د ننګرهار والي تایید کړې چې په دغه ولایت کې د کابل پوهنتون د تروریستي برید یو تنظیم کوونکی نیول شوی دی...
د ننګرهار والي ضیا الحق امرخیل د پنجشنبې په ورځ وویل چې په ننګرهار کې د کابل پوهنتون د ډله ییز برید یو طراح نیول شوی دی.
ښاغلي امرخیل زیاته کړه چې دغه کس حضرت علي نومیږي چې ابو سعید اعظم په نامه مشهور دي او د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په شنه لګره کې د ملي امنیت ځواکونو د 02 قطعې د ځانګړوعملیاتو په لړ کې نیول شوی دی.
د ننګرهار والي وویل چې ابو سعید اعظم په افغانستان ، عراق او سوریه کې د داعش له مهمو شخصیتونو سره دوامداره تماسونه درلودل.