برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۰ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په مناسب وخت کې خپل عسکر له افغانستانه باسو

آریانانیوز: د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، له طالبانو سره يې د سولې خبرې ختمې کړي، خو دی لا هم فکر کوي، چې په مناسب وخت کې خپل عسکر له افغانستانه وباسي
طالبانو د ټرمپ وروستيو څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي، دوی به يوازې هغه مهال خپل بریدونه بند کړي، چې امریکا پر دوی بریدونه ودروي او د سولې تړون هم لاسليک کړي
ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې رسنيو ته وويل: «زما په نسبت له طالبانو سره خبرې پای ته رسېدلي دي
په افغانستان کې د رسمي شمېرو له مخې د څوارلس زرو امريکايي عسکرو د شتون په اړه ټرمپ زياته کړه، چې دی اوس هم د خپلو عسکرو په ويستلو فکر کوي، خو په مناسب وخت کې
بل پلو په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين تېره ورځ له الجزيرې تلويزون سره په مرکه کې ويلي و، د دوی مشرانو کمپ ډيويډ ته د امریکا له لوري د ورتګ بلنه منلې وه، خو د هوکړې له لاسليک وروسته
داسې ښکاري، چې طالبانو نه غوښتل، د سولې تړون د کمپ ډيويډ په تړون ونومول شي او د کمپ ډيويډ د نورو تړونونو په څېر بدنام شي
د فلسطين او اسراييلو، همدارنګه د مصر او يو شمېر نور تړونونه په کمپ ډيويډ کې شوي، چې په تاريخ کې په بد نوم ياديږي
شاهين دا هم ويلي، چې د افغانستان اويا سلنه خاوره د طالبانو په واک کې ده او هر وخت په کې پر بهرنيانو او کورنيو عسکرو بریدونه کولی شي
هغه زياته کړې، کله، چې د امریکا او طالبانو هوکړه لاسليک شي، له هغې وروسته به حکومت کې د ګډون په تړاو بین الافغاني خبرو کې فکر وکړو
د طالبانو وياند ويلي، که امريکايي پوځيان له افغانستانه ووځي، له هغې وروسته به ټول افغانان په ګډه د هېواد ابادۍ لپاره کار کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي