برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۷ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په مشورتي لویه جرګه کې د ګډون ردول

آریانانیوز: د ګډ حکومت د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار او د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم پخوانی مشر «محمد حنیف اتمر» وايي، په مشورتي لویه جرګه کې ګډون نه کوي.


د حنیف اتمر له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي « اوس چې د مشورتي لویې جرګې د جوړیدو له کار څخه څو اوونۍ تیریږي او چارې یې د جمهوري ریاست له ارګ سره د تړلي ټیم لخوا د یوه بشپړ سفارشي او نا شفاف روند په ترڅ کې پرمخ وړل کېږي چې تر اوسه یې د واقعي او د حکومت د پردې تر شا موخو په باب او د دغې جرګې د آزاد او عادلانه روند په اړه هیڅ ډول وضاحت او ډاډ نه دی ترلاسه شوی. په داسې یو حالت کې موږ باور لرو چې دغه روند چې له مطرحو سیاسي، ملي او ولسي جریانونو سره له هیڅ ډول مشورې پرته پرمخ وړل کېږي نه شي کولای د یوې ریښتینې لویې جرګې تضمین کوونکی و اوسي ځکه په لویو جرګو کې د مشروعیت اساس د هغو د مشورې اصل جوړوي او نیغ په نیغه د هغو په موثریت او پایلو اغیز لري».
د اتمر په وینا؛ مشورتي لویه جرګه سره له دې چې اهداف یې مبهم دي له دوی سره پکې هیڅ ډول مشوره هم نه ده شوې چې له امله یې دوی خپل ګډون ردوي « له دې امله، د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم پرخپلې پخوانۍ اعلامیې باندې په تایید او ټینګار سره د سولې د مشورتي جرګې په نوم اوسنی روند ردوي او هغه د سولې په پروسه کې د حکومت لخوا د وخت له ضایعه کولو او د ټاکنیز غیر قانوني کمپاین کولو پرته بل څه نه ګڼي. موږ اعلانوو چې د سولې او اعتدال د ټاکنیز ټیم په استازولۍ او یا د هغه د غړو احزابو او جریانونو څخه به هیڅوک هم په دغه سفارشي لویه جرګه کې ګډون ونکړي».
یاده دې وي چې تر حنیف وړاندې د ګډ حکومت نیم ونډوال «عبدالله عبدالله» هم په یاده جرګه کې خپل ګډون رد او مشورتي لویه جرګه یې بې ګټې او بې اثره بللې وه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي