برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۰ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

حنیف اتمر ټاکنیز ټیم خپل ټاکنیز کمپاینونه و ځنډول

آریانانیوز: د ولسمشرۍ ټاکنو خپلواک نوماند او د ملي امنیت شورا پخواني سلا کار محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم د ولسمشریزو ټاکنو لپاره خپل کمپاین ځنډولی دی



حنیف اتمر ټاکنیز ټیم خپل ټاکنیز کمپاینونه ځنډولۍ
د سولې او اعتدال ټیم مشر محمد حنیف اتمر په خپله رسمي فیسبک پاڼه کې نن پنجشنبه د اسد په ۱۷مه د ټاکنو په تراړ خپره کړې اعلامیه کې ویلي،: زمونږ په عقیده اوسمهال د افغانستان د خلکو یوزاینی ارمان سرتاسري سوله ده. د سولې پروسه یو حساس پړاو ته رسیدلې او تر بل هروخت سولې ته د رسیدو لار لنډه شوې زمونږ خلکو هم له خپلو مشرانو غوښتې چې له دې تیار شوي فرصت څخه پوره ګټه واخلي او د سولې د ټیګښت لپاره هڅې وکړي د خبر پاڼه زیاتوي،:” لکه څنګه چې زمونږ هېودا ولو ته څرګنده ده، د حاکم ټیم له لوري د انتخاباتي کمپاینونو د پیلیدو په دې یوه اونۍ کې دا ملي بهیر زیایمن شوي او د خلکو باور د رڼو ټاکنود ترسره کېدو په تړاو په بشپړه توګه له منځه تللی دی. له بل پلوه امنیت د سمو او ټولشموله ټاکنو د ترسره کېدو لپاره یو مهم عنصر ګڼل کیږي، له بده مرغه امنیت هم ورځې تر بلې خرابیږي
نو په دې توګه، د پورته یاد شوو مواردو پر بنسټ د سولې او اعتدال ټیم له خپلمنځي سلا، مشورو وروسته د خپلو ټولو قانوني حقونو په خوندیتوب سره تصمیم نیولی چې اوس مهال خپل ټاکنیز کمپاین و ځنډوي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي