برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۷ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په مسکو کې د درې اړخیزې غونډې د جوړیدو هرکلی

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې افغانستان د دې غونډې څخه د ښو پایلو تمه لري.



ښاغلي رباني وویل ” یو څه، چې باید څرګند یې کړم، د مسکو د نن ورځې غونډه، چې په کې درې مهم هیوادونه روسیه، چین او د امریکا متحده ایالات ګډون کوي، د دغسې غونډو لومړنۍ غونډه نه ده او ددغسې غونډو لومړنۍ یې تیرکال په افغانستان کې جوړه شوې وه، چې افغانستان هم په کې شامل وو”.
ښاغلي رباني وویل، چې افغانستان سیاست تل دا وو، چې افغانستان کې سولې او ثبات په اړه سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځ ته شي.
هغه وویل افغان حکومت دا غونډه یو ښه او مثبت اقدام ګڼي او ورڅخه ملاتړ کوي.
ښاغلي رباني وویل ” ډاډه یو، چې د دې غونډې پایله به د افغانستان د سولې له بهیر څخه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د لا ملاتړ سبب شي”.
ټاکل شوې، نن په مسکو کې د افغانستان د حالاتو د څیړلو لپاره د افغانستان لپاره د روسیې، چین او د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي غونډه وکړي.
په کابل کې د روسیې سفارت په یوه اعلامیه کې د دغې غونډې هدف د افغانستان پر حالاتو، په دوحه کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ پر خبرو او همدارنګه د افغانستان د ملي پخلاینې پر بهیر سلامشورې بللي دي.
د روسیې سفارت ویلي، چې دغه درې اړخیزه غونډه د افغانستان په اړه د خبرو یو نوی نوښت نه دی، بلکې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه د نړیوالو شرایطو د برابرولو لپاره یوه هڅه ده.
په دغه غونډه کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی، ضمیر کابلوف، د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د چین ځانګړی ډنګ زیجون ګدون کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي