برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۸ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په مزارشریف ولایت کی دلاریون کوونکی غوښتنه

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی په بلخ کې د کورونا ویروس له خپرېدو او د مزار شریف د ښار له قرنطین کېدو سره، سره ددې ولایت زرګونو اوسېدونکو په لاریون لاس پورې کړی او له فقر او بېکارۍ سر ټکوي
لاریون کوونکو له مزار شریف تېره شوې لویه لار تړلې او ادعا کوي، چې فقر او بېکارۍ له جدي ستونزو سره مخ کړي؛ خو دولت ورته هیڅ پاملرنه نده کړې
لاریون کوونکي، چې په لویه لار باندې یې ټیرونو او لرګیو ته اور ورته کړی، وایي، د کورونا له امله یې دندې له لاسه ورکړې او نشي کولای، کورنۍ ته د ماښام ډوډۍ برابره کړي
په ورته وخت کې د بلخ د والي ویاند «منیر فرهاد» بیا وایي، د مسجدونو د امامانو او د کلیو د وکیلانو په مرسته یې د پنځلس زره مستحقو کورنیو لست برابر کړی او خوراکي توکي به ور باندې وویشل شي
د بلخ د ولایتي شورا رییس بیا د حکومت له لوري کېدونکې مرسته کمه بولي او وایي، په بلخ کې ۱۶۸ زره کورنۍ شته خو حکومت یوازې پنځلس زره کورنیو ته د مرستو ویشلو پلان لري
یاده دې وي، چې په هیواد کې د کورونا ویروس خپرېدو ګڼ هیوادوال له ستونزو سره مخ کړي او د بېکارۍ کچه یې لوړه کړې .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي