برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۶ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په لوګرکی شپږ قومي مشران د بې پيلوټه الوتکې د برید ښکار شو

آریانانیوز: دیورپوټ پراساس د لوګر د څرخ ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي وويل چې دا شپږ تنه قومي مشران د لوګر طالبانو ته د سیمې د يوې ستونزې د حل په موخه ورغلي وو چې د بيرته راستنېدو پرمهال یې موټر د څرخ په سرک د بې پيلوټه الوتکې د برید ښکار شو چې پکې سپاره ټول شپږ تنه ووژل شول.
په وژل شويو کې د د دواجان او محمداجان په نامه دوه ورونه هم وو او ددې ترڅنګ د حاجي جمال الدين، محمدالله، حاجي عبدالمبين او محمدالله په نامه قومي مشران وژل شوي دي.
بل لور ته د لوګر امنيه قوماندانۍ وياند شاپور احمدزی وايي چې پيښه د سرک د غاړې ماين چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
د يادونې وړ ده چې د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې ولسي وګړي خپلې حقوقي دعوې د طالبانو محکمو ته د حل له پاره وړي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم وايي چې بريد د ملکي خلکو په موټر شوی او ټول پکې ملکي خلک وژل شوي.

د يادونې وړ ده چې نژدې دوه میاشتې وړاندې هم د پکتيا ولايت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څو تنه مړه او ټپيان شوي وو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي