برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۸ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په لومړیو شپږ میاشتو کې کابو درې زره ملکي کسان ته مرګ ژوبله اوښت دی

آریانانیوز: د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د راپور له مخې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د تیرکال د همدې مودې پرتله د ملکي تلفاتو په کچه کې ۱۱ فیصده کموالی راغلی دی.
تیر۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې دغه کمیسیون د ۳۳۳۸ ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپور ورکړی وو چې د راپور په اساس ۹۷۹ تنه وژل شوي وو او ۲۳۵۹ تنه نور ژوبل شوي وو.
د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مرستیال محمد نعیم نظري خبریالانو سره د دغه راپور د شریکولو پر مهال وویل چې د کمیسیون موندنې ښيي چې د روان ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې هره ورځ په اوسط ډول ۱۶ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله رسیدلې ده.
ښاغلي نظري وویل ” د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د طالبانو د ډلې له خوا په مجموعي ډول ۱۹۱۲ ملکیانو ته تلفات رسیدلي دي”.
همداشان کمیسیون د راپور له مخې ۱۲.۷ فیصده تلفات د توغندیو او درنو وسلو په ډزو کې او ۱۱.۷ فیصده یې په ځانمرګو بریدونو کې پيښ شوي دي.
د دغه راپور له مخې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تیرکال د همدې مودې پرتله په ځمکنیو عملیاتو ،هوايي بمباریو او شپنیو عملیاتو کې په ملکي تلفاتو کې د پام وړ کموالی ښودل شوی دی.
د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمیسیون په راپور کې پر ملکي تاسیساتو او خبریالانو باندې د بریدونو یادونه هم شوې او ویل شوي چې د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دغه کمیسیون د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۵ پیښې ثبت کړي چې ۴ د خبریالانو د وژلو لس نورو د ټپي کیدو پيښې هم په کې شاملې دي.
کمیسیون په افغانستان د ټولو ښکیلو خواو څخه د ملکي وګړو ژوند خوندیتوب ته د جدي پاملرنې غوښتنه کړې او ویلي دي چې ښکیلې غاړې باید پر ملکي تاسیساتو او د افغان حکومت پر ملکي مامورینو، مرستې رسونې کارکوونکو باندې له بریدونو څخه ډډه وکړي.
تر دا مهاله د افغانستان حکومت او وسله والو طالبانو د بشري حقونو د دغه راپور په اړه تبصره نه ده کړې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي