برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۰ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د اوم پړاوخبری اتری

آریانانیوز: د امریکایي مذاکراتي ټیم او طالب استازو ترمنځ د اووم پړاو خبرې پرون شنبه د رواني میلادي میاشتې په ۲۹ مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شوې دي، په مذاکراتو کې دواړو ښکیلو اړخونو د ددغو خبرو په ترڅ کې پر ځینو مسائلو د پریکړو لپاره هیله مندې ښوولي ده.



کابل کې د امریکا سفیر جان بس پرون شنبه د جون په ۲۹ مه خبریالانو ته ویلي چې ښایي د دې اووم پړاو سولې په خبرو اترو کې له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسیږي.
نوموړي هیله مندي ښوولي چې د قطر په دې پړاو ناسته کې به واړه لوري په خپلو منځونو کې پر ځینو مسائلو هوکړې ته سره ورسیږي تر څو د بین الافغاني خبرو لپاره لاره پرانیستل شي.
د امریکا سفیر څرګنده کړې چې په دې پړاو ناسته کې اندیښنې او غوښتنې په بشړه توګه ښکاره دي، امریکا په دې پړاو کې له طالبانو ضمانت غواړي چې افغانستان به د ترهګرو په ځاله نه بدلیږي او طالبان غواړي چې په دې پوهه شي چې امریکایي ځواکونه به کله او څنګه له افغانستانه وځي.
په ورته وخت کې د وسله والو طالبانو ویاند ذبح الله مجاهد هم پرون شنبه په قطر کې د امریکایي مذکراتي ټیم او د طالبانو د مرکچي پلاوي تر منځ د اووم پړاو مذاکراتو د پیلیدو خبر ورکړی دی.
نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې د دې پخلی کړی چې په دې پړاو کې به امریکایانوته په دې خاطر چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد نه کاروله کیږي تضمین ور کول کیږي او بل دا چې د امریکایي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي به خبرې کیږي.
د وسله والو طالبانو ویاند هم د دې دور خبرې مهمې بللي او زیاته کړې یې ده چې ښایي پر ځینو مسائلو پریکړې هم وشي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي