برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱ فروردین , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

په فاریاب کې د د داعش جذب اواستخدام اصلي حلقه ونیول شوه

آریانانیوز: د عملیاتو په جریان کې ، د ملي امنیت عمومي ریاست ځانګړو ځواکونو په فاریاب کې د داعش ډلې 18 کسيزه ډله د تبلیغاتو ، جذب او استخدام په تور نیولې...


د ملي امنیت د عمومي ریاست مطبوعاتي دفتر خبر ورکړ چې په عملیاتو کې د داعش غړي شیخ عبد الحق ، حسیب الله ، سید عبد العزیز ، عبدالبصیر ، سخي محمد او بشیر احمد نیول شوي دي.

دا ډله د جهاد لپاره د تبلیغاتو او دعوت مسؤلیت په غاړه درلود ، او د تبلیغات غړي یې د افغانستان نورو برخو ته استوله ترڅو خلک په داعش کې ګډون ته راوبولي.

دې ډلې خلک په تروریستي فعالیتونو او تنظیم شوي جرمونو کې ښکیل کولو ته هم هڅوله ، اوپه فاریاب کې د ملکي وګړو ، دولتي کارمندانو ، او سوداګرو تښتونې او وژنې په ډولونو کې یې لاس درلود او د داعش په لیکو کې جذب او استخدام کې فعاله برخه اخیستې.

شریک یي کړئ!