برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۹ تیر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د کوچیانو لخوا د هزاره اوسیدونکو د ځمکو د غصب لپاره د طالبانو ملاتړ

کوچیانو د طالبانو په ملاتړ د دغه ولایت د جغتو ولسوالۍ په فقیرشاه سیمه کې د هزاره خلکو ځمکې غصب کړې دي.


د غزني ولایت یوه سرچینه وايي، کوچیانو د طالبانو په ملاتړ د دغه ولایت د جغتو ولسوالۍ په فقیرشاه سیمه کې د هزاره ګانو ځمکې غصب کړې دي.

د غزني ولایت اوسېدونکی محمد تابش پرون وویل، کوچیان پلان لري چې پر غصب شویو ځمکو ښارګوټي جوړ کړي.

هغه زياته کړه، چې ځايي خلک له ډېرو هڅو سره هم نه دي توانېدلي، چې د کوچيانو مخه ونيسي.

تابش څرګنده کړه، چې د جغتو ولسوالۍ خلکو په دې اړه د غزني لپاره ولسوال او د طالبانو والي ته شکايتونه کړي، خو د هغوى شکايتونه له پامه غورځول شوى دى.

دا په داسې حال کې ده چې د یو شمېر نورو ولایتونو پر اوسېدونکو د خپلو ځمکو د پلورلو لپاره د طالبانو د فشارونو راپورونه ورکړل شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي