برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۳ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په غزني ولايت کښې د امريکې په خلاف مظاهرې

آریانانیوز: دیو رپوټ له مخې پرون مازيګر په مظاهرو کښې ګډون کونکو مړه دې وي امريکه نعرو په وهلو سره د اندړ ولسوالۍ په استوګن سيمو د امريکې ډرون حملې او پکښې د عامه افغانانو ژوله وغندله.


مظاهره کونکو په غزني مرکز کښې د کابل – قندهار د لوې لارې په تړلوسره له افغانستانه دامريکې په مشرۍ د بهرنيوفوځيانو د وتلو غوښتنه وکړه.
دوه ورځې مخکښې د اندړ ولسوالۍ په استوګن سيمو د امريکې په ډرون حملو کښې نهه عامه وګړي ووژل شول او پينځه نورهم ژوبل شول.
د امريکې د دغه جنايت له امله يو شمېر ماشومان اوښځې هم په وژل شويو او زخميانو کښې شامل دي.
په افغانستان کښې د امريکې جنايتونه په داسې حال کښې دوام لري چې په دې وروستيو هفتو کښې د ننګرهار، ميدان وردګ او غزني په شمول د افغانستان د ختيځوولايتونو خلقو په ځلونو مظاهرو په جوړولو سره د امريکې د حملو د بندولو غوښتنه وکړه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي