برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳۰ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په سياسي بهير کې د هرات د ښځو ګډون

د هرات ښځينه سياسي او ټولنيزې فعالانې وايي چې د نا امنيو پراخېدل، د پوهاوي نه شتون او ناسم باورونه په دغه ولايت کې د راتلونکو ټاکنو په بهير کې د ښځو ګډون او فعاله ونډې د پيکه کېدو لامل شوي دي.


ددغو فعالانو په وينا، په تېرو ټاکنو کې په هرات کې د ښځو شتون پياوړی و، خو ښايي په راتلونکو ټاکنو کې دغه شتون پيکه وي،ځکه په دغه ولايت کې د رايې ور کوونکو د نوم ليکنې د بهير له پيلېدو څخه څه باندې يوه مياشتې تېره شوې، خو ډېرو کمو ښځو خپل نومونه ليکلي دي.
دیوراپورله مخی په هرات کې یو خبريال، په ټاکنو کې د ښځو د شتون په اړه په سياسي او ټولنيز ډګر کې له يو شمېر ښځينه فعالانو سره خبرې کړې چې ډېرو يې نا امنۍ او د ټاکنو د پروسې په اړه د پوهاوي نه شتون،په راتلونکو ټاکنو کې د خلکو په ځانګړې توګه ښځو د ګډون پروړاندې مهمې ستونزې بللې دي.
په هرات کې ښځينه فعاله ملالۍ علوي د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو په ټاکنو کې د ښځو د پيکه ګډون په اړه اندېښنه په ډاګه کړه.
نوموړې وويل چې د امنيتي ګواښونو ډېرېدل، نا سم دودونه، نارينه واکي( مرد سالاري) او له سړيو سره د ښځو اقتصادي پېيلتوب، په دغه ولايت کې د ښځو بنسټيزې ستونزې ګڼل کېږي.
خو دغه مدني فعاله زياتوي چې د ټاکنيزو بهيرونو په اړه د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د اطلاع رسونې نه شتون او د امنيتي ننګونو ډېرېدل ددې لامل شوي چې ډېرې کمې ښځې په راتلونکو ټاکنو کې د ګډون لپاره خپل نومونه وليکي.
هغه زياته کړه، که څه هم چې د ښځو سياسي شتون او په واک کې د هغوی ونډه پيکه او کمه ده، په داسې حال کې چې ښځو تل په بېلا بېلو ټولنيزو، سياسي، کلتوري او اقتصادي برخو کې تر پنځوس سلنې ډېر رول لوبولی او دولت بايد په ملي پروسو کې د ښځو پراخ ګډون له پامه ونه غورځوي.
په هرات کې بله مدني فعاله سوسن بهبود زاده هم په سياسي پروسو په ځانګړې توګه ټاکنو کې د ښځو پر رول ټينګار وکړ، خو هغې د ټاکنو د بهير په اړه د هرات په ولسواليو او لرې پرتو سيمو کې د ډېرو ښځو پر نه پوهاوي نيوکه وکړه.
نوموړې وويل:” ښځه د ټولنې د نيمې برخې په توګه، د ټاکنو په پروسه کې نېغ په نېغه ډېر اغېزمن رول لري، د ټولنې او کورنۍ د مور او رهبر په توګه پر ذهنونو ډېره اغېزه لري، خو له بده مرغه په لرې پرتو سيمو کې ډېری ښځې د ټاکنو د بهير او دا چې ټاکنې په يوه ټولنه کې څه ارزښت لري، هېڅ نه پوهېږي. ”

د وحيدې صمدي په نامه بلې مدني فعالې هم د ټاکنو په پروسه کې د ښځو پر رول ټينګار وکړ او ويې ويل، ښځې کولای شي چې د وړ کسانو په ټاکلو سره، د ټولنې ښې راتلونکې لپاره زمينه برابره کړي.
هغې زياته کړه، سره له دې چې نښې نښانې ددې ښودنه کوي چې ښځې د نارينه وو په پرتله په فساد کې کم رول لري، کولای شي چې په رښتنې او له نارينه وو څخه له پيروۍ پرته په ټاکنو کې لوړ رول ولوبوي او حکومت هم د ښځو څرګند رول ته په پام سره بايد هغوی ته په سياسي پروسو په ځانګړې توګه ټاکنو کې د ګډون لپاره زمينه برابره کړي.
په هرات کې يو شمېر نورو ښځو که څه هم د ټاکنو په پروسه کې د ښځو پر رول ټينګار وکړ، خو ويې وويل چې امنيتي ګواښونه او په لرې پرتو سيمو کې د ټاکنو په اړه د ښځو نه پوهاوی ددې لامل شوی چې ښځې په راتلونکو ټاکنو کې ډېره ونډه ولري.
د هرات ولايت اوسېدونکې فرزانې پر هغه څه نيوکه وکړه چې په دغه ولايت کې يې د ښځو پروړاندې ننګونه او خنډونه وبلل او له حکومت څخه يې وغوښتل چې په ټاکنو کې دې د ښځو د لا ډېر ګډون لپاره مناسب شرايط برابر کړي.
په ورته وخت کې د ښځو د حقونو فعاله او د ولسي جرګې ټاکنو لپاره احتمالي نوماندې ماريا بشير له راتلونکو ټاکنو څخه د ګڼ شمېر ښځو د بې برخې توب په اړه اندېښنه په ډاګه کړه.
همدارازهغه وويل، که څه هم چې ښاري ښځې لوړه پوه لري او په ټاکنو کې اغېزمن رول لوبولای شي، خو د ياد شوي ولايت په ولسواليو او لرې پرتو سيمو مېرمنې له دغه حق څخه بې برخې دي.
د نوموړې په وينا، د ولسواليو ډېری مېرمنې تذکرې نه لري، يا هم د ټاکنو د بهير او د هغې د ارزښت په اړه پوهاوی نه لري، د ټاکنو خپلواک کمېسيون او نور اړوند بنسټونه تر اوسه د ټاکنو د بهير په اړه خلکو ته د پوهاوي ورکولو په برخه کې ناکام پاتې شوي دي.
په هرات کې د نا امنيو پراخېدل په ځانګړې توګه ولسواليو کې
د هرات د ولايتي شورا غړې سکينې حسيني په هرات په ځانګړې توګه ددغه ولايت په ولسواليو کې د نا امنۍ له امله اندېښنه په ډاګه کړه او ويې ويل، د تېرو ټاکنو په پرتله اوس چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنو ته کم وخت پاتې دی، په هرات کې نا امنۍ ډېرې شوې دي.
نوموړې وويل:”د ګذرې ولسوالۍ خلکو چې ښار ته تر ټولو نږدې ولسوالۍ ده، څو ورځې وړاندې يې زنګ راته وکړ چې وسله وال مخالفين له خلکو څخه عشر او زکات غواړي، دا يوه بېلګه ده او نورې ولسوالۍ په ټاکنو کې د ښځو د ګډون او رايې ورکولو لپاره تر دې نا امنه دي.”
نوموړې د هرات له ښځو وغوښتل چې له ټولو ستونزو او نا امنيو سره سره، بايد په ټاکنو کې د ګډون په موخه خپل نومونه وليکي او د ولسي او ولسواليو شوراګانو لپاره خپل استازي وټاکي.

نوموړې وويل:” د ښځو رايه ددوی د سياسي برخليک په ټاکلو کې ډېر ارزښت لري، زه هيله لرم چې ښځې بايد رايه ورکړي او که چېرې يوه ښځه ددوی د خوښې نه وي، يوه داسې نارينه ته دې رايه ورکړي چې لږ تر لږه د خپلو لوڼو پر راتلونکې معامله ونه کړي. ”
د هرات يو شمېر ښځې، په بېلا بېلو دلايلو سره نه غواړي چې په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي.د هرات د شينډنډ ولسوالۍ اوسېدونکې فاطمه يوه دغه ډول ښځو څخه ده.
له بلې خوا د هرات ولايت پوليس هم مني چې پر نويو رامنځ ته شويو ولسواليو( شينډنډ، زېرکوه، پشت کوه، کوه زور و زاول) سربېره، د کشک راباط سنګي، کشک کهنه، ګلران، ادرسکن او فارسي ولسواليو ځينې برخې هم د ناامنۍ له ګواښونو سره مخ دي.
په ورته وخت کې د هرات د پوليسو وياند عبدالاحدولي زاده وويل چې ددغه ولايت امنيت، د بل هر ولايت په پرتله ښه دی او امنيتي ځواکونه هڅه کوي چې د رايې ور کوونکو د نوم ليکنې د ټولو مرکزونو امنيت خوندي کړي.
د ټاکنيزو بهيرونو په اړه د ښځو د پوهاوي نه شتون
له دې ټولو سره سره په هرات کې د سياسي چارو کار پوه عبدالقادر کامل وويل چې حکومت په ځانګړې توګه د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد ټاکنيزې پروسې داسې مديريت کړي چې په ټاکنو کې د ټولو ښځو د ګډون زمينه برابره کړي او که په ټاکنو کې د ښځو د ګډون لپاره زمينه برابره نه کړي، د يادې پروسې مشروعيت تر پوښتنې لاندې راځي.
د هرات د ښځو چارو رييسې عزيزې کريمي هم د ټاکنو په پروسه کې د ښځو پر ونډې ټينګار وکړ، خو ويې منله چې د ټاکنو کمېسيون د ناغړۍ له امله، په ولسواليو کې ډېرې ښځې د ټاکنو د بهير په اړه پوهاوی نه لري.
خو نوموړې زياته کړه، که څه هم چې په دې وروستيو ورځو کې د ټاکنو کمېسيون له خوا د ښځو چارو ادارې ته يو شمېر تبليغاتي توکي ورکړل شوي او يادې ادارې د ارشاد حج او اوقافو رياست په همکارۍ، د هرات ښار او ولسواليو په کچه د ښځو لپاره تبليغاتي بهير پيل کړی دی.
له بلې خوا په هرات کې د ټاکنو کمېسيون د ولايتي دفتر مشر داوود صديق وويل چې د ټاکنو کمېسيون د رسنيو له لارې د تبليغاتو لپاره پراخ پروګرامونه لري او د هرات ولايت هم د رسنيو له لارې ښځو او نارينه وو ته د تبليغاتي پيغامونو په څنګ کې، مبلغين هم ګومارلي څو ښځو او نارينه وو ته پوهاوی ورکړي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، د وري له ۲۵مې څخه د غويي تر ۲۴مې په هرات کې له ۱۰۱۳۲۶ډېرو کسانو خپل نومونه ليکلي چې کابو ۴۴۱۰۸ تنه يې ښځې دي.
د اساسي قانون له مخې، د ولسي جرګې ټاکنې بايد درې کاله مخکې ترسره شوې وای، خو د ځينو دلايلو له امله ټاکنې ترسره نه شوې او د افغانستان ولسي جرګه د ولسمشر د فرمان له مخې له درې کلونو راهيسې خپل فعالت ته دوام ورکړی، خو ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د ۱۳۹۷کال د تلې په ۲۸مه ترسره شي.
د يادونې ده چې هرات د هېواد له سترو او مهمو ولايتونو څخه دی او دغه ولايت ۱۹ولسوالۍ لري چې پنځه يې( شينډنډ، زېرکوه، پشت کوه، کوه زور او زاول) نوې رامنځ ته شوې دي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي