برخه -څانګه : accidents, afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۲ خرداد , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

په روانه میاشت کې په افغانستان کې 247 ملکي وګړي وژل شوي دي

آریانانیوز: د کورنیو چارو وزارت وايي چې په روانه میاشت کې 247 ملکي وګړي د طالبانو لخوا وژل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت وايي چې په تیره میاشت کې 247 ملکي وګړي وژل شوي او 527 نور ټپیان دي...


د کورنیو چارو وزارت ویاند ، طارق آرین وویل: دا شمیر ملکي وګړي په ځانمرګو بریدونو او د طالبانو په بمي چاودنو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

هغه په هېواد کې د ملکي تلفاتو پړه په طالبانو اچوي.

په ورته وخت کې طالبانو دغه تورونه رد کړي ، او ویلي یې دي چې افغان امنیتي ځواکونه د ملکي تلفاتو اصلي عاملین دي.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې په تیره یوه میاشت کې د حکومتي ځواکونو په حملو کې تر 200 ډیر ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د وخت له اعلان راهیسې په دغه هیواد کې د تاوتریخوالي کچه په بې ساري ډول لوړه شوې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي