برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په راتلونکو څلورو کلونوکې دکرکټ نږدې سل نړيوالې لوبې

آریانانیوز: د افغانستان کرکټ بورډ د نړيوالو او کورنيو سياليو بوخت مهالوېش اعلانولو ترڅنګ وايي چې ملي لوبډله به راتلونکو څلورو کلونو کې نږدې ١٠٠ نړيوالې لوبې کوي.


د کرکټ بورډ اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزي د مرغومي په ٢٩مه، يوې خبري غونډې ته وويل چې په دې سياليو کې يو ورځنۍ، شل اووريزې او ټسټ لوبې شاملې دي.
هغه د ملي لوبډلې د نړيوال مهالوېش اعلانولو ترڅنګ وويل، چې راتلونکې مياشت په هند کې د افغانستان په کوربه توب له ايرلينډ سره يو ورځنۍ، ټسټ او شل اورويزې لوبې کوي.
د ستانکزي په وينا، تر هغه وروسته ملي لوبـډله سکاټلينډ ته ځي او ورسره به دوه يو ورځنۍ نړيوالې لوبې کوي، له هغه ځايه ايرلينډ ته ځي هلته هم دوه لوبې کوي.
نوموړي وويل،له ايرلينډ څخه وروسته ملي لوبډله په انګلستان کې ترسره کېدونکې يو ورځني کرکټ نړيوال جام کې ګډون کوي.
ده زياته کړه، په نړيوال جام کې به ملي لوبډله له ټولو ګډون کوونکو نهو لوبډلو سره لوبې کوي او هيله يې څرګنده کړه چې ملي لوبـډله د نړيوال جام نيمه پاى لوبې ته لاره پيدا کړي.
د کرکټ بورډ اجراييوي رييس وويل، دوى د سوېلي افريقا له کرکټ ادارې سره خبرې کوي، څو د نړيوال جام چمتووالي لپاره هلته تمرينات وکړي، خو که ونه شوه، بيا به هند کې دا تمرينات کوي.
هغه وايي، له نړيوال جام وروسته به ملي لوبډله بنګله دېش ته ځي، يو ټسټ او درې شل اووريزې سيالۍ به تر سره کړي، بيا به په هندوستان کې د ويسټ انډيز لوبـډلې د يو ټسټ، درې يو ورځنيو او درې شل اووريزو لوبو کوربه توب کوي.
ستانکزي د نورو کلونو جزئيات ورنه کړل، خو ويې ويل چې په ټوليزه توګه افغانستان به تر ٢٠٢٢ کاله پورې ٤٥ يو ورځنۍ، ٤٠ شل اووريزو او ١٣ ټسټ لوبو کې برخه اخلي.
د کرکټ بورډ اجراييوي رييس د کورني کرکټ په اړه هم يو بوخت مهالوېش اعلان کړ او ويې ويل چې په کورنۍ کچه به هم شل اووريزې، يو ورځنۍ او څلور ورځنۍ لوبې ترسره کېږي.
ده زياته کړه چې اوسمهال په خوست، کونړ اوننګرهار ولايتونو کې دوه ورځنۍ لوبې روانې دي، چې په کې د ٢٥ ولايتونو لوبډلو برخه اخيستې ده.
د هغه په وينا، تر دې وروسته به د ميرويس نيکه په نامه درې ورځنۍ لوبې په ننګرهار کې ترسره کېږي، چې په کې به د ١٦ ولايتونو لوبډلې ګډون کوي.
ستانکزي دغه راز وويل، تر هغه وروسته به داحمدشاه ابدالي څلور ورځنۍ لوبې پيل شي، چې په کې د هېواد د پنځو زونونو لوبـډلې ګډون کوي او دا لوبې هم په ننګرهار کې ترسره کېږي.
د هغه په وينا، د زون په کچه د څلور ورځنيو لوبو لومړى پړاو په فبرورۍ او مارچ او دويم پړاو به يې د کال په وروستيوکې په نومبر او ډسمبر کې ترسره شي.
ستانکزي دغه راز زياته کړه چې يو ورځنۍ لوبې هم د ولايتونو په کچه په کندوز، کندهار او کابل کې ترسره کېږي.
د هغه په وينا، په اګست کې شپږيزه او په اکتوبر مياشت کې به د افغانستان غوره ليګ سيالۍ په شارجه کې ترسره شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي