برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳۰ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په دکنړ ولایت کی د بهرنیو ځواکونو خلاف مظاهرې

آریانانیوز: د کنړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ یوشمیر اوسیدونکو پرون د ماشومانو د مړو په راوړلو سره د دغې ولسوالۍ په بازار کښې مظاهرې وکړې او د امریکايي پوځیانو خلاف یې یولړ شعارونه ورکړل.



مظاهره چیانو خبرداری ورکړ ترڅو چې د بهرنیو ځواکونو په حمله کښې د دوي د ماشومانو د وژل کیدو په مسئلې غور نه وي شوی تر هغې به خپلې مظاهرې جاري وساتي.
په عین حال کښې د کنړ د ولایت ویاند عبدالغني مصمم وویل چې د دغه ولایت په نرنګ ولسوالۍ باندې د بهرنیو ځواکونو په وروستیو هوايي بریدونو کښې درې ماشومان مړه شوي او د دغه هوايي برید د علت معلومیدو په موخه پلټنې پیل شوې دي.
د ملګرو ملتو د رپورټ له مخې په افغانستان کښې د روان میلادي کال په وړومبیو نهو میاشتو کښې د جنګ، چاودنو او هوايي بریدونو له امله ۲ زره ۸ سوه ملکي وګړي وژل شوي او ۵ زره او دوه نیم سوه نور زخمي شوي دي.

شریک یي کړئ!