برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۵ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په تیرو دریو میاشتو کې هره ورځ نږدې ۱۴ بمونه د بهرنیانوله خواپر افغانستان غورځول شوی دي

د امریکا د دفاع وزارت مسؤلین وايي، په تېرو دریو میاشتو کې يې هر ورځ نږدې ۱۴ بمونه پر افغان خاوره غورځولي دي.


د پنټاګون د معلومات پر اساس د روان میلادي کال په تېرو دریو میاشتو کې دومره هوايي بریدونه شوي چې د تېرو ۱۵ کلونو تر ټولو بمونو يې شمېر اوړي.
طلوع نیوز د یادې سرچينې په حواله وايي چې په جنوري، فبروري او مارچ میاشتو کې يې پر افغان خاوره ۱۱۸۶ بمونه غورځولي دي.
له دې سره په څنګ کې د دفاع وزارت هم دوه ورځې وړاندې وویل چې افغان هوايي ځواکونه هم هره ورځ له ۴-۱۲ هوايي بریدونه کوي.
د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش د بهرنیانو هوايي بریدونه هم وستایل او ويې ویل چې د ټاکنو د خوندیتوب په پلمه به دا بریدونه نور هم ډېر کړي.
په ورته وخت کې د چارو څارونکي پر دې نظر دي، چې د هوايي بریدونو په پايله کې تر ټولو ډېر تلفات ملکي وګړو ته اوړي، چې د جګړې پر اور د نورو تېلو پاشلو مانا لري.
امريکايي چارواکو تېر ژمی پرلپسې ټینګار کاوه، چې پسرلنۍ جګړه به يې تونده او ډېر تمرکز به يې پر هوايي بريدونو وي.
دا په داسې حال کې دی چې افغان چارواکي پخپلو خبرو څرګندونو کې د سولې اړوند هم ټینګار کوي.
په افغانستان کې مېشتو بهرنیانو د تېرې مارچ میاشتې په حواله وړاندې دا هم وویل، چې ۳۹۹ هوايي بریدونه يې کړي دي، چې د نورو میاشتو په پرتله يې شمېر خورا ډېر و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي