برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۸ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په تیره میاشت کې امریکا په افغانستان ۳۶۰ بمونه غورځولي دي

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی امریکا د ائېر فورس مجلې لیکلي چې امريکې په هغه میاشت کښې چې له طالب ډلې سره یې موافقه ليک لاسلیک کوۀ، د افغانستان په خاروه ۳۶۰ بمونه غورځولي دي
د مجلې له لوري په خپور شوي رپوټ کې راغلي، چې امريکې د نوي میلادي کال «۲۰۲۰» له شروع نه تر دې دمه په افغانستان ۷۷۵ بمونه غورځولي، چې له منځه یې ۴۱۵ په جنورۍ میاشت او ۳۶۰ یې په فرورۍ «هغه میاشت چې په وروستۍ ورځ یې له طالبانو سره هوکړه وشوه» غورځول شوي.
یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د فبروري میاشتې په ۲۹ مه نېټه د قطر په پلازمېنه «دوحه» کې تړون لاسلیک شو.
د شوي تړون له مخې، امریکایي ځواکونه ژمن دي، ډرون بریدونه او بمباري به نه کوي او د ۱۴ میاشتو دننه به خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.
تر دې وړاندې امریکې او د هغې انډيوالانو د افغانستان په خاوره ګڼ شمېر هوائي او زمکنۍ حملې کړي او زيات شمېرعامه خلق يې قتل عام کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي