برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۴ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په اورلګېدنه کې له زیانمن شویو سوداګرو سره مرسته کوو

آریانانیوز: اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي کابل ښار کې د تېرې جمعې په اور لګېدنه کې به له زیانمن شویو کسانو سره مرسته وکړي.


هغه نن د وزیرانو شورا تر غونډې وړاندې رسنیو ته وویل، د دقیقو زیانونو د معلومولو لپاره يې پلاوی ټاکلی او له هغه وروسته به اقدام کوي.
تېره جمعه د کابل ښار نادر پښتون واټ کې د موبایلونو، کمپیوټرو او برېښنايي وسایلو په مارکېټ کې اور ولګید چې وروسته يې څلور نور مارکیټونه هم په بر کې ونیول.
خیر خواه مارکېټ، اتفاق مارکېټ او څو نور مارکېټونه نږدې بشپړ سوځېدلي او د دوکاندارنو په وینا میلیاردونه افغانۍ زیان ور اوښتی دی.
اجراییه رییس پرون هم د پېښې ځای ته ورغی او زیانمن شویو کسانو ته يې ډاډ ورکړ.
د کابل سرپرست ښاروال شعیب رحیم وايي، دوی د څېړلو په موخه دوې کمېټې ټاکلې چې یوه به د اورلګېدو څرنګوالی او عوامل څېړي او بله به اوښتي زیانونه په ډاګه کوي.
د مارکېټونو دوکانداران وايي چې لومړی ځل په خیر خواه مارکېټ کې اور ولګید خو د اطفايي د ځنډ له امله چې په څو مترۍ کې يې ځای دی، اور څلورو نورو مارکېټونو ته وغځيد او دروند مالي زیان يې واړاوه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي