برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۴ تیر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

په امریکا کې یو افغان یتیم مړ شو

آریانانیوز: هغه شپږ کلن افغان ماشوم چې د خپلې کورنۍ له غړو پرته د امریکايي پوځیانو له خوا دغه هېواد ته وړل شوی و، مړ شو.


امریکايي رسنیو د دغه هېواد د چارواکو په حواله خبر ورکړی دی چې یو شپږ کلن افغان ماشوم چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په جریان کې د کورنۍ له غړو پرته د امریکايي پوځیانو له خوا دغه هېواد ته وړل شوی و، د فدرالي سرپرستۍ په یوه مرکز کې مړ شوی دی.

د دغه رپوټ له مخې دغه ماشوم چې د «انسفالوپیتي» په ناروغۍ اخته و، تېره اوونۍ د فدرالي حکومت د پاملرنې په یوه مرکز کې مړ شو.

د سي بي اس په وینا، دا ماشوم یو له هغو سلګونو افغان ماشومانو څخه دی چې په ۲۰۲۱ کې د زرګونو نورو کورنیو سره د مور او پلار پرته له افغانستان څخه ایستل شوي دي. ویل کېږي چې د دغو ماشومانو مور او پلار یا له افغانستانه د وتلو توان نه درلود او یا له هېواده تر وتلو مخکې وژل شوي دي.

د دغه رپوټ له مخې دغه ماشومان د سرپرست د نه لرلو له امله د امریکا د روغتیا وزارت د کډوالو د اوسیدو د څانګې تر څارنې لاندې وو.

امریکايي رسنۍ این بي سي نیوز مخکې راپور ورکړی و، چې په امریکا کې د کډوالو د اوسېدو د فدرالي ادارې د شمېرو له مخې، امریکا ته لېږدول شوي ۲۰۳ افغان ماشومان لا هم له سرپرست پرته ژوند کوي.

د راپورونو له مخې، د افغان اتباعو د ایستلو پر مهال تر ۱۵۰۰ ډېر ماشومان پرته له کوم ملګري یا سرپرست امریکا ته لېږدول شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي