برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۴ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په امریکا باندی دولسی جرګی داستازونیوکه

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی په ولسی جرګې کښې د فراه ولایت د خلکو استازی میرمن بالقیس روشن پرون د پارلمان په ښکاره غونډې کښې د خپل هیواد د امنیت او د ثبات لپاره د امریکا د سولې تش په نامه پلان ناکامه وباله
هغې زیاته کړه د امریکا د تش په نامه د سولې پلان به نه یوازې د افغانستان د امنیت له تامینیدا سره مرسته ونکړی بلکې د جنګ د زیاتیدا سبب کیږی او ناوړه پایلې به هم ولری
میرمن بالقیس روشن د هیواد په سیاسی شخصیتونو غږ وکړ چې د امریکا د سولې د پلان په وړاندې غلی پاتې نشی .
همدا راز په پارلمان کښې د بلخ ولایت د خلکو استازی عبدالخالق هم وویل په قطر کښې د امریکا او د طالبانو ترمینځ د تش په نامه د سولې خبرو اترو تراوسه هیڅ بریا نه ده لرلی .
هغه خبرداری ورکړ د امریکا او د طالبانو ترمینځ یواړخیزه سوله نه یوازې د افغانستان په ګټه نه ده بلکې دغه هیواد به د نورو کړکیچونو په لور بوځی .
د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقی هم له دې مخکې ویلی وو د هیواد خلک او چارواکی اندیښمن دی د انتخاباتودکړکیچ ته په پام سره امریکا او طالبان د یوه موقته حکومت د جوړولو لپاره هڅه وکړی .

شریک یي کړئ!