برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۸ مرداد , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

په افغانستان کې له دوه پر درېیمې برخې څخه زیات خبریالان بېکاري

د بې سرحده خبریالانو ټولنې اعلان کړی، چې تر اوسه په افغانستان کې څه باندې اته زره خبریالانو خپلې دندې پرېښې دي.


د بې سرحده خبریالانو سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې له دولسو زرو خبریالانو څخه دوه پر درېیمه برخه یې خپلې دندې پرېښې دي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ راهیسې تر ۸۰ سلنه زیاتې ښځینه خبریالانې خپلو دندو پرېښودو ته اړې شوې دي.

د دغې ادارې د شمېرو پر بنسټ په ۲۰۲۱ کال کې له ۵۴۷ ثبت شویو رسنیو له نیمايي څخه ډېرو خپل فعالیت درولی دی.

دغه بنسټ د افغانستان د ازادو خبريالانو د ټولنې په حواله ويلي، چې له ۱۵۰ ټلويزيوني چينلونو څخه يې څه کم ۷۰ چينلونه فعالیت کوي او له ټولټال ۳۰۷ راډیو ګانو څخه یوازې ۱۷۰ یې فعالې دي او له تېرو دوو کلونو راهیسې د خبري آژانسونو شمېر له ۳۱ څخه ۱۸ ته راټيټ شوی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي