برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۵ اردیبهشت , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

په افغانستان کې د فقر تر کرښې لاندې د خلکو شمېر دوه برابره شوی دی

آریانانیوز: ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په دغه هېواد کې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې د خلکو شمېر ۳۴ میلیونو ته رسېدلی دی.


د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) له ۲۰۲۲ کال څخه خپله وروستۍ ارزونه خپره کړې چې له مخې یې ۳۴ میلیونه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

دا شمیره د 2020 په پرتله 15 ملیون زیاتوالی ښیي.

د هېواد د ۴۰ میلیونو وګړو په اټکل سره ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې د دغې ارزونې پر بنسټ اوس د هېواد ۸۵ سلنه وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د راپور له مخې، یو شمېر افغانان اړ شوي چې د پیسو د ترلاسه کولو لپاره خپل کور، ځمکې او نورې شتمنۍ وپلوري او یو شمېر نور یې خپل اولادونه کار ته اړ کړي او یا یې د خپلو ځوانو لوڼو ودونو ته اړ کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نمایندګۍ د معلوماتو له مخې، دغه نړیوال سازمان د ۲۰۲۱ کال له ډسمبر څخه د ۲۰۲۳ کال تر جنورۍ پورې افغانستان ته ۱.۸ میلیارده ډالر نغدي پیسې انتقال کړي دي.

شریک یي کړئ!