برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۴ اسفند , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په افغانستان کې د سولې د نشتوالي اصلي لامل په کابل کې د یوناما د پخواني مرستیال له لید څخه

آریانانیوز: په کابل کې د یوناما د پخواني معاون په وینا ، تر هغه چې پاکستان له افغانستان سره خپله پټه نیابتي جګړه پای ته ونه رسوي په هیواد کې سوله نه راځي...


د کاناډا پخوانی سفیر او په کابل کې د یوناما پخوانۍ رییس کریسټین الیګزاندر خبرداری ورکوي چې تر هغه چې پاکستان له افغانستان سره خپله پټه نیابتي جګړه پای ته ونه رسوي په هیواد کې به سوله نه وي.

د کاناډا دغه پخوانی چارواکی وایی چې طالب یاغیان د ګاونډي هیواد یعنی پاکستان او د هغه استخباراتي ادارې (آی اس آی) لخوا ملاتړ او تمویل کیږي او د جګړې لپاره افغانستان ته استول کیږي.

د کاناډا پخوانی سفیر وايي چې وسله وال طالبان د آی اس آی لخوا تجهیز او د جګړې لپاره افغانستان ته استول کیږي.

کاناډایی دیپلومات خبرداری ورکوي تر هغه چې پاکستان په افغانستان کې خپل پټ پراکسي جنګ او نظامي مداخله پای ته ونه رسوي په افغانستان کې به سوله نه وي.

طالبان د دې ډلې لپاره د پاکستان د ملاتړ تورونه ردوي. په ورته وقت کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم د جماعت اسلامي د مشر سناتور سراج الحق په بلنه پاکستان ته رسیدلی او ټاکل شوې ده د شنبې په ورځ په لاهور کې د ګوند یو شمیر پلویانو ته وینا وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي