برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۵ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په افغانستان کې د سرپرست حکومت غوښتنه

آریانانیوز: د کابل ښار غازي سټډیوم چېرته چې د سې شنبې په ورځ د افغانستان د ولسمشرۍ یو شمېر نوماندانو او سلګونه پلویانو يې په افغانستان کې د سرپرست حکومت غوښتنه کوله.



دوی وویل، د افغانستان د اساسي قانون له مخې د تېرې جوزا میاشتې په لومړۍ نېټه د ملي یووالي حکومت په ځانګړي ‌ډول د ولسمشر محمد اشرف غني د واک موده پای ته رسېدلې.
د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند حنیف اتمر په‌دې غونډه کې وویل چې نامشروع حکومت نه‌شي کولای مشروع انتخابات ترسره کړي او باید واک سرپرست حکومت ته وسپارل شي.
دی وايي: “موږ د اساسي قانون پر اساس سرپرست ولسمشر غواړو، څو سرپرست ولسمشر ازاد او عادلانه انتخابات ترسره کړي، ځکه نا مشروع حکومت نه‌شي کولای مشروع انتخابات ترسره کړي.”
نوموړي وویل چې په نامشروع ډول واک ته دوام ورکول د اساسي قانون سپکاوی دی.
نور الحق علومي، شهاب حکیمي، ابراهیم الکوزی او عنایت‌الله حفیظ د ولسمشرۍ انتخاباتو ته نور هغه نوماندان وو چې په‌دې اعتراضیه غونډه کې يې ګډون کړی وو.
دغو نوماندانو په خپل پرېکړه‌لیک کې چې د غونډې د ګډونوالې ذکیې وردګ له لوري ولوستل شو، په انتخاباتي چارو کې ولسمشر غني له خپل صلاحیت څخه په ناوړه استفادې تورن کړ.
نوموړې وویل: “پخوانی ولسمشر اشرف غني له پوهاوي سره سره د انتخاباتو خپلواک کمېسیونونو په چارو کې لاسوهنه کوي او په‌دې سره‌يې د دې کمېسیونونو حقوقي صلاحیت تر پوښتنې لاندې راوستی دی.”
په پرېکړه‌لیک کې همدا شان راغلي وو چې ښاغلی غني په حکومت کې د عزل، مقرریو او د پروژو د قراردادونو حق نه‌لري.
خو جمهوري ریاست بیا دغه ډول غونډې له وخت مخکې انتخاباتي کمپاین بللی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي