برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۸ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په افغانستان کې د جګړې خصوصي کول

آریانانیوز: د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس هغه راپورونه بې ځایه بللي، چې ګواکې په افغانستان کې د امریکا پیل کړې جګړه کومې خصوصي کمپنۍ ته سپارل کېږي.


مټیس په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، خصوصي کمپنیو په جګړه کې ګټه ورته نه ده کړې، په وینا يې امریکا په دې اړه بحث ته هم اړتیا نه لري او حاضره نه ده په افغانستان کې روانه جګړه خصوصي کړي.
بلک واټر چې د جګړه‌ییزو اخلاقو په نامه څه نه پېژني، یو له هغو جګړه مارو کمپنیو ده، چې تېر کال يې مشر اریک پرینس په افغانستان کې د جګړې اخیستو یادونه کړې وه.
څو ورځې وړاندې داسې اوازې خپرې شوې، چې ګواکې امریکا په افغانستان کې روانه جګړه هم دې کمپنۍ ته سپاري، خو مټیس دا څرګندونې رد کړې.
امریکا د ناټو غړو هېوادونو په ملګرتیا د ۲۰۰۱میلادي کال د اکتوبر پر اوومه پر افغانستان يرغل وکړ، چې لا يې هم د بریا غږ تر خوله نه راوځي.
مټيس په داسې حال کې د جګړې د خصوصي کېدو راپورونه ردوي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د جګړې د سیاسي حل لپاره د خبرو اترو د پیل کېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

شریک یي کړئ!