برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۰ تیر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

په افغانستان کې د تورم او ګرانۍ کچه راټیټه شوه

آریانانیوز: طالبانو په افغانستان کې د نړیوال تورم (د پیسو پړسوب)د احصایې د خپریدو هرکلی کړی.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په هېواد کې د انفلیشن د کچې راټیټېدل د طالبانو د حکومت د اقتصادي مبارزې مثبته پایله ګنلې او ویې ویل: څېړنې ښيي چې په افغانستان کې د تورم کچه منفي ته راټیټه شوې ده.

مجاهد وويل، چې په افغانستان کې د توکو بیې د ډېرو پرمختللو او مخ پر ودې هېوادونو په پرتله ټیټې دي.

د افغانستان مرکزي بانک هم په افغانستان کې د تورم د کچې په اړه د نړیوالو احصایو د اعلان هرکلی کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې انفلیشن د مناسبو پولي سیاستونو په مرسته کنټرول شوی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي