برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۴ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په افغانستان کې د امریکا جګړه «بې ځایه» وه

آریانانیوز: د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» وايي؛ په افغانستان کې د امریکا جګړه بې اړتیا او یوه نابریالۍ جګړه وه.


ټرمپ چې؛ د ناټو سازمان د اویایمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته يې خبرې کولې وویل « ناټو او امریکا په ګډه د افغانستان په اړه ښه ګامونه اخستي، خو په افغانستان کې زموږ ښکېلتیا بې ځایه او هلته جګړه مو یوه نابریالۍ جګړه وه».
ټرمپ همدا راز په دفاعي برخه کې د «متحدینو» د بودیجې په کموالي اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه «زموږ متحدین په دفاعي برخه کې له موږ سره یوازې ۲ فیصده برخه اداء کوي؛ خو داسې باید ونشي».
ټرمپ داسې مهال په افغانستان کې د «امریکا» د جګړې د پای ته رسولو په لټه کې دی چې؛ ناټو وايي په افغانستان کې د شتون او نه شتون تصمیم له امریکا سره په ګډه نیسي، تېره ورځ د ناټو سرمنشي «ینس سټولنتبرګ» له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې؛ افغانستان ته له امریکا سره ګډ راغلي یو او دلته د نظامي ماموریت د غځولو او یا هم پای ته رسولو تصمیم به له امریکا سره یو ځای نیسو.
یاده دې وي چې؛ ټرمپ تر ولسمشرۍ وړاندې او هم اوس؛ په افغانستان کې د امریکا د جګړې له سختو منتقدینو څخه پاتې شوی، نوموړی همېشه په خپلو ویناوو کې دې جګړې ته د «بې پایه»، «بې ګټې» او «نابریالۍ» جګړې خطاب کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي