برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په افغانستان کې دامریکااد ځواکونو ډېرول اشتباه ګڼل

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د امریکا پخوانی مرستیال ولسمشر جوبایډن وايي، د اوباما په اداره کې یې افغانستان ته د زیاتو سرتېرو استولو سره شدید مخالفت درلود
نوموړی چې اوس د ولسمشرۍ نوماند او د ټرمپ سرسخت رقیب دی، تېره ورځ یې خپلو پلویانو ته په یوه کمپایني غونډه کې ویلي، دا اشتباه وه چې امریکا په کوم هېواد یعني افغانستان کې جګړه نه شوای ګټلی خو سرتېرې یې په کې زیات کړل
نوموړي د واشنګټن پوسټ د وروستي راپور تایید هم کړی چې په کې ویل شوي امریکايي حکومتونو په افغانستان کې د جګړې د ګټلو درواغجنې ادعاوې کړې دي
ښاغلی بایډن ايي، دی لومړنی کس و چې په افغانستان کې د ځواکونو له ډیرولو سره مخالف و او دا یې لویه اشتباه بللې وه.

شریک یي کړئ!